Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د ایران لپاره د امریکا استازی روانه اوونۍ مسکو او پاریس ته ځي

0
په پام کې ده چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی په روانه اوونۍ کې مسکو او پاریس ته ولاړ شي څو د روسیې او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د ایران د اټمي پروګرام پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، رابرټ مالي به د سېپټمبر تر لسمې پورې د خپل سفر پر مهال له روسي او اروپايي شریکانو سره د ایران د اټمي پروګرام او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په برخه کې د تفاهم منلو ته د تهران او واشنګټن د هڅولو پر اړتیا خبرې وکړي. 


دې هدف ته د رسېدو لپاره د روان کال د اپریل او جون میاشتو ترمنځ په ویانا کې په شپږو پړاوونو کې خبرې وشوې.


دا خبرې اوس مهال ځنډېدلې دي، خو د ایران د اټمي موافقې لاسلیک کوونکي اړخونه هڅه کوي چې د دې خبرو لړۍ بیا پیل کړي. 


د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول او ایران هم په ځوابي اقدام کې د دې موافقې له شرایطو څخه تدریجي سرغړونې پیل کړې. 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *