Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

له ازبکستانه د امریکا له‌خوا د روزل شویو افغان پیلوټانو د وتلو بهیر پيل شو

0
د امریکا له‌خوا د هغو روزل شویو افغان پیلوټانو چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو مخکې له خپلو کورنيو سره ازبکستان ته تښتېدلي وو، له هغه هېواده د وتلو بهیر پيل شوی دی.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې دغه پیلوټان او کورنۍ به‌یې په لومړي ګام کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا یوې پوځي اډې ته بیول کېږي. 


یوه پیلوټ د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز اژانس ته ویلي چې متحده عربي اماراتو ته‌یې د بیولو بهیر پرون یکشنبه پیل شوی دی. 


والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له ازبکستانه د ۵۸۵ پیلوټانو او د کورنیو د ایستلو لپاره‌یې یوه موافقه تېره اوونۍ د بایډن د ادارې او د ازبکستان ترمنځ شوې ده.


دغه پیلوټان او کورنۍ یې تېره میاشت چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول، د دې ډلې له وېرې په پوځي الوتکو کې ازبکستان ته تللي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *