Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د سپين بولدک-چمن دروازه سبا د ترانزیټ او مسافرو پر مخ 'پرانيستل' کېږي

0
د سپين بولدک-چمن دروازه سبا سې شنبه د ترانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل کېږي.


د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سبا اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ به ۸ ساعته پرانيستې وي.


همت وويل چې تر دې وروسته به د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورټ سفر کولای شي.


د طالبانو حکومت شااوخوا یوه میاشت مخکې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله د سپين بولدک دروازه وتړله چې له امله‌يې سوداګرو د درنو زيانونو له وراوښتو خبر ورکړی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *