Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې روسیه کې ۱،۱۵۸ کسان په کرونا مړه شوي

0
له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په روسیه کې ۱،۱۵۸ کسان په 'کووېډ-۱۹' مړه شوي دي. 


دا شمېرې د پرون ورځې پرتله یوازې درې کمې دي چې وروستیو کې بې‌سارې بلل شوې وې. 


په دغه هېواد کې له کرونا سره د مبارزې مسؤلانو نن وویل، له پرون راهیسې څه باندې ۴۰ زره او ۴۰۰ کسان نوي په کرونا اخته شوي دي. 


دا درېیمه پرله‌پسې ورځ ده چې روسیه کې په ورځني ډول په کرونا د اخته کېدونکو شمېر له ۴۰ زرو اوړي. 


روسیه کې روغتیایي مسؤلان وایي، دا مهال ۹۳۲ زره کرونایي ناروغان تر درملنې لاندې دي.


روسیه ۱۴۶ ملیونه وګړي لري چې تر اوسه‌یې ۸،۵ ملیونه په کرونا اخته شوي دي. 


د رسمي شمېرو له مخې ۲۴۰ زره کسان دغلته په کرونا مړه شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *