Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د سوداګرۍ خونه: له بانکونو د پیسو اخیستلو ستونزه لا هم نه‌ده حل شوې

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر اوسه هم له بانکونو د پیسو اخیستلو ستونزه نه‌ده حل شوې.


د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن دوشنبه (د لړم په ۱۰مه) ازاډيو ته وویل، دا چې افغان سوداګر نه‌شي کولای ډېرې پیسې له بانکونو واخلي، هېواد ته د وارداتو کچه هم ټیټه شوې ده.


ښاغلی مومند وايي، سوداګر کولای شي په اوونۍ کې ۲۰ زره افغانۍ او یا ۲۰۰ ډالره له بانک څخه واخلي، له همدې امله نه‌شي کولای چې له هېواده بهر د وارداتي توکو پیسې ورکړي او توکي افغانستان ته وارد کړي.


د ښاغلي مومند په خبره د دې ستونزې د حل په خاطر د افغانستان بانک ژمنه نه‌ده عملي شوې.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک مسؤلانو یوه اوونۍ مخکې ازاي راډيو ته وویل چې دوی سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي او د ارتزاقي موادو او نورو اړینو توکو چې له بهر څخه واردېږي، پیسې یې افغانستان بانک هغه شرکت ته چې مواد ترې اخیستل شوي دي، حواله کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *