Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

نیوزیلنډ خپل یو ډپلوماټ افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره

0
د نیوزیلنډ حکومت خپل یو دپلوماټ د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره. 


 د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې Nanaia Mahuta نانایا ماهوتل ویاندې پرون دوشنبه (د لړم۱۰مه) وویل، په متحده عربي اماراتو کې د نیوزیلنډ سفیر ماتیو هاوکینس د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ځانګړی استازی ګومارل شوی او دا دنده د دې لپاره ورسپاري چې له افغانستانه د نیوزیلنډیانو او هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې د نیوزیلنډ وېزې لري. 


د نیوزیلنډ حکومت تر ۱۲۰۰ ډېرو افغانانو ته چې افغانستان کې یې د نیوزیلنډي ځواکونو ملاتړ کړی او همدا راز د هغوی د کورنیو غړیو ته وېزې صادرې کړي دي. 


نیوزیلنډ په بامیان کې د ولایتي بیارغونې نسبتاً کوچنی ټیم درلود.  


د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ټاکل شوی استازی هاوکینس تېره اوونۍ دوحه کې و چې له قطري چارواکو سره یې خبرې وکړي. 


د قطر هوايي شرکت له نیوزیلنډ سره له افغانستانه د کسانو په ایستل کې مرسته کړې ده. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *