Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د ځینو افغانانو د ایستلو په اړه له بایډنه د بشري چارو د ډلو غوښتنې

0
د بشري چارو تر ۱۰۰ ډېرو ډلو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ایستلو لپاره نور اقدامات وکړي چې خطر سره مخامخ دي. 


د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د نړیوالې پراختیا موسسو، بشر پالو ادارو او د کډوالو د سازمانونو مشرانو تېره اوونۍ د متحدو ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ته په استولي لیک کې په دې نه هیلي ښوولې چې د متحدو ایالاتونو حکومت په مجموع کې له افغانستانه د ایستل کېدونکو کسانو په اړه محدودو کسانو ته لومړیتوب ورکړی دی. 


دوی د بایډن له حکومته غوښتي چې هغه ټول کسان له افغانستانه وباسي چې له خطر سره مخامخ دي.  


د امریکا حکومت د کانګرس له لوري هم په دې خاطر تر فشار لاندې دی چې د افغانستان د جمهوري دولت له پرزېدو وروسته یې سلګونه امریکایان او زرګونه له خطر سره مخامخ افغانان له افغانستانه ایستلي نه دي.   














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *