Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د سوداګرۍ خونه: ډېر ژر به د هوایي دهلېزونو له لارې هم سوداګري پیل شي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په نږدې راتلونکي کې به د هوايي دهلېزونو له لارې هم سوداګري پيل شي.


د دې خونې مرستیال یونس مومند نن دوشنبه (د لړم په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې روانې دي چې د هوايي دهلېزونو له لارې واردات وشي.


ښاغلي مومند په دې اړه کومه کره نېټه ونه‌ښودله چې کله به د هوايي دهلېزونو له لارې واردات پيلېږي، خو ویې‌ویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هوايي دهلېزونو له لارې هېڅ واردات نه‌دي شوي.


نوموړي دغه‌شان زیاته کړه، د طالبانو له حاکمیت مخکې د افغانستان وچه او تازه مېوه، سبزیجات، طبي ګیاوې، لاسي صنایع، غالۍ او زعفران هند، چین او نورو هېوادونو ته صادرېدل او په بدل کې یې نور د ضرورت وړ توکي افغانستان ته واردېدل.


یوه اوونۍ مخکې هم په لومړي ځل د طالبانو په واکمني کې ځلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادر شول.


افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې د هوايي دهلېز له لارې د خپلو توکو صادرات پیل کړل او له هغه وروسته‌یې دا چاره نورو هېوادونو ته هم وغځوله.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *