Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

شمالي مقدونیه کې د یونان سرحد ته نږدې یوې لارۍ کې ۴۲ پناه غوښتونکي موندل شوي

0
د شمالي مقدونیې پولیس وايي، لسګونو پناه غوښتونکي د یونان سرحد ته نږدې په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.


پولیسو پرون یکشنبه وویل، د ګزمې یوه موټر دغه لارۍ سټار دوویران ښارګوټي ته نږدې تعقیبوله چې د شمالي مقدونیې د پلازمېنې سکوپیې د جنوب په ۱۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی.


پولیس وايي، د لارۍ د تلاشۍ پر مهال ۴۲ پناه غوښتونکي چې یو یې د بنګله‌دېش او نور د سوریې وګړي دي، نیول شوي دي.


د پولیسو په خبره په تېرو شپږو میاشتو کې دا په شمالي مقدونیه کې د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله ده چې نیول کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *