د افغانستان ملي سرود او ملي بیرغ تاریخي مخینه، اهمیت او ورسره د طالبانو چلند
کور دې سولې، کور دې تورې، هر بچی یې قهرمان دی ...
د افغانستان هغه ملي سرود چې هر افغانیې له اورېدو سره اشنا دی. بیت بیتیې ورته یاد دی. دا سرود د هر هغه شخص چې د درې رنګه ملي بیرغ تر سیوري لاندې یې ژوند کړی، له هویت سره تړلی دی.
ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.
افغانستان د طالبانو له لومړي ځل واکمنۍ وروسته، هغه دوره چې هر ډول موسیقي اورېدل پهکې حرام و، ان ملي سرود هم، د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال بیا ځلې د ملي سرود خاوند شو.
د دې سرود شعر د عبدالباري جهاني دی او ببرک ویسا جوړ کړی او په ۲۰۰۶ کال کې د عبدالوهاب مددي، صادق فطرت (ناشناس)، پیکر افسانه، حسین ارمان، مشعل ارمان، شهنا او څو نورو هنرمندانو لهخوا د جرمني په برلین کې ثبت شو.
تېرو ۲۰ کلونو کې همدا سرود د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ترڅنګ، د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د افغانستان د هویت په توګه پېژندل شوی.
ملي سرود او وطني ترانې چې د یوه واحد ملت غږونه دي، خو اوسمهال د افغانستان د خلکو په استازولۍ په ډېرو نړیوالو غونډو کې نهاورېدل کېږي.
افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نږدې درې میاشتې کېږي چې دا هېواد له دې دوو مهمو نښو بېبرخې دی، په کور دننه او بهر په هېڅ ډیپلوماتیکه ناسته کې نه د افغانستان ملي سرود غږول شوی او نه هم د افغانستان بیرغ ایښودل شوی.
اوس دا ډله د حکومتوالۍ له نوي ډول سره د اشنايۍ خبره هم کوي، خو بیا هم د ملي سرود هېڅ ازانګا نهشته.
د هنر او موسیقۍ په برخه کې لیکوال فرزاد فرنود وايي، طالبان پر موسیقۍ هېڅ باور نهلري او اجازه به ورنهکړي چې یو له موسیقۍ سره مل ملي سرود یې د نظام استازولي وکړي.
د هغه په خبره، بل ملي سرود به هم جوړ نهشي چې د یوه ملت او یوه هېواد غږ وي.
فرنود وایي: "یوه تشه جوړوي او هغه دا چې نړۍ ګوري چې طالبان پر یوه پرمختللي ملت او دولت چې د نورو هېوادونو سره سیال وي، باور نهلري. هغه هېواد چې ملي سرود ونهلري، یو شا ته پاتې هېواد دی او هېڅ یو نړیوال نښان نهلري. هغه وخت د دوی حکومت په رسمیت پېژندل کېږي چې ټول ارزښتونه ولري، مګر که ملي سرود ونهلري، په رسمیت به ونهپېژندل شي، ځکه ملي هویت نهلري."
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی، کېدای شي خلکیې د بل هر هېواد زیات د نظامونو او حکومتونو د سقوط شاهدان وي، داسې حکومتونه چې بیرغیې بېل، سرود یې بېل او نښانیې بېل.
خو اوس طالبان چې لا یې نظام په رسمیت نهدی پېژندل شوی او په ملي سرود هم باور نهلري، نړۍ به ورسره څه ډول چلند وکړي؟
د نړیوالو اړیکو پوه عبدالغني خسرو وايي، یو هېواد هغه مهال د یوه باثباته دولت لرونکي په توګه پېژندل کېږي چې خپل ډیپلوماتیک عناصر له دې ډلې ملي سرود او ملي بیرغ ولري.
خسرو وایي: "تر هغه چې طالبان اساسي قانون ونهلري او په هغې کې ملي بیرغ او ملي سرود نهوي، نړۍ به دا هېواد د جمهوریت د دورې د ملي سرود او ملي بیرغ سره پېژني او طالبان باید د نړیوالې پېژندنې لپاره هر څه ژر د دې دوو برخو لپاره وکړي."
له ډېرو هڅو سره سره ونهتوانېدو د افغانستان د ملي بیرغ او ملي سرود په اړه د طالبانو دریځ واخلو او د دوی یو ویاند بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
خو طالبانو په خپلې لومړي ځل واکمنۍ کې له موسیقۍ پرته یو شمېر ترانې د ملي سرود په توګه خپرولې.
معلومه نهده چې دا ترانې د چا دي، خو طالبان اوس هم د دې ډول بېموسیقۍ ترانو سره د خلکو په منځ کې پېژندل کېږي.
د افغانستان لومړی ملي سرود د امانالله خان د پاچاهۍ پر مهال او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته په ۱۹۱۹ کال کې جوړ شو.
له هغه وخت تر نننه، د هر نظام په راتلو سره، ملي بیرغ او ملي سرود بدل شوی.
خو په ۱۹۲۹ کال کې هغه مهال چې حبیبالله کلکاني واکمن و، لکه د نن په څېر ملي سرود نهو.
په ۱۹۳۳ کال کې د محمد نادر خان د سلطنت پر مهال عسکري مارش جوړ شو چې د ملي سرود په توګه غږول کېده.
له ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳مو کلونو د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې له شعر پرته د سلام شاهي په نوم نغمه جوړه شوه چې د ملي سرود په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.
خو د سردار محمد داوود خان د جمهوري نظام په پیل سره، په واقعي معنی له شعر سره یوځای ملي سرود وغږول شو.
په ۱۳۵۷ کال کې د غويي د اوومې له کودتا وروسته، ملي سرود بدل شو، د دې زمان ملي سرود سلیمان لایق لیکلی و.
خو په ۱۳۷۱ کال کې واک ته د مجاهدینو په رسېدو سره، ملي سرود په فارسي-دري ژبه وویل شو.
اوس به ولیدل شي چې د افغانستان نوی هویت په څه ډول ښودل کېږي.
خو سره له دې چې طالبان واکمن دي او په کور دننهیې په رسمي او غیر رسمي ادارو کې د افغانستان بیرغ هم بدل کړی او ملي سرود هم نهخپروي، خو د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام پر مهال په ټولو سیالیو کې د افغانستان د ملي سرود د غږولو پر مهال د دغه هېواد درې رنګه لوی ملي بیرغ لوبغالي ته راوړل شوی او دغه شان نندارچیانو هم همدا بیرغ له ځانه سره درلود.
