Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

اشرف شکران د تکواندو د «جي۱» نړیوالو سیالیو کې نایب اتل شو

0
د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محمد اشرف شکران وکولای شول چې د تکواندو د «جي۱» په نړیوالو سیالیو کې چې په پاکستان کې وشوې، په اووم وزن کې نایب اتل شي.


د تکواندو ملي فدراسیون په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي دي چې په دې سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو ۴۲۲ تکواندو کارانو په ۳۶ لوبډلو کې ګډون کړی و چې د افغانستان د تکواندو ۱۹ لوبغاړو هم په‌کې برخه اخیستې وه.


ویل کېږي چې دا سیالۍ دوه ورځې مخکې پيل شوې دي او درې ورځې نورې به هم دوام وکړي.


په دې سیالیو کې محمد اشرف شکران لومړی خپل پاکستانی سیال محمد راشد ۲۵ د ۲ نمرو، دوهم د پاکستان بل لوبغاړی محمد عدنان ۳۲ د ۲۳ نمرو، درېیم د نیپال لوبغاړی ۲۰ د ۱۶ نمرو او په وروستۍ لوبه کې یې خپل عماني سیال ۱۹ د ۱۸ نمرو په وړاندې مات کړل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *