Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

ایران کې یوه رسنۍ د خامنه‌یي د 'لاس د تصویر د خپرولو' په خاطر بنده شوې

0
د ایران د رسنیو څارونکي بورډ یوه ورځپاڼه ظاهراً په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ په اړه یوه راپور کې د لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د لاس د تصویر د خپرولو په خاطر بنده کړه.


د دې بورډ مشر علاالدین ظهوریان نن ایرنا دولتي خبري اژانس ته وویل چې د کلید په نوم د ورځپاڼې جواز یې فسخ کړی دی. نوموړي ونه‌ویل چې دا پرېکړه وروستۍ ده که موقتي. ظهوریان د دې پرېکړې د علت په اړه هم څه ونه‌ویل.


د ایران د ځوانو ژورنالېستانو کلب چې د ایران د دولتي خپرونو یوه برخه ده، پرون وویل چې له ورځپاڼې څخه ځکه تحقیقات شوي چې یوه ورځ مخکې یې په خپله لومړۍ پاڼه کې د خامنه‌یي د لاس ډیزاین شوی تصویر داسې چې ګنې په ایران کې د بې‌وزلۍ کرښه ترسیموي، خپور کړی دی.


د کلید په راپور کې راغلي و چې په دې هېواد کې ملیونونه کورنۍ د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *