د قزاقستان په اقتاو کې چاودنې یوه دوه پوړیزه ودانۍ ویجاړه کړه
په منګیستاو سیمه کې د بېړنیو چارو وزارت اړوندې ادارې نن وویل دا چاودنه تېره شپه ناوخته د کسپین سمندرګي پر غاړه په دې پراته ښار کې وشوه.
د دې پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزئیات نهشته، خو د ژغورنې ډلې د نړېدلې ودانۍ په کنډوالو کې د احتمالي قربانیانو لټه کوي.
چارواکو ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په کافې کې څوک نهو.
د دې چاودنې غږ د دې ښار چې شااوخوا دوه لکه اوسېدونکي لري، په ټولو سیمو کې واورېدل شو.
