Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

پاکستان د تحریک لبیک پر افراطي ګوند ممنوعیت لیرې کړ

0
د پاکستان حکومت د تحریک لبیک پاکستان پر افراطي ګوند چې د وروستیو څو ورځو خونړي اعتراضونه‌یې تنظیم کړي وو، ممنوعیت لیرې کړ.


دې ګوند د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پر لور پراخ لاریون ترسره کړ چې په نتیجه کې د پولیسو او معترضانو ترمنځ نښتې او مرګ‌ژوبلې پېښې شوې.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر تحریک لبیک د ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دا ګوند له دې وروسته د پاکستان په اصلي سیاسي جریان کې د فعالیت اجازه لري.


دا اقدام د تحریک لبیک له مشرانو سره د صدراعظم عمران خان د حکومت له څو ورځنیو پټو خبرو وروسته اعلان شو.


تحریک لبیک چې په پاکستان کې د فرانسې د سفیر شړل او د دې ګوند د مشر سعد رضوي خوشې کېدل‌یې غوښتنې وې، له لاهور حخه د اسلام‌اباد پر لور لوی لاریون پیل کړی و.


پاکستاني چارواکي وايي د بېګانۍ معاملې په اساس تحریک لبیک د دې لاریون له دوام څخه لاس اخیستی دی.


ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې رضوي به نن ناوخته خوشې شي.


رضوي په تېره اپرېل میاشت کې په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور له نشر وروسته د اعتراضونو پر مهال نیول شوی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *