Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

چودري: د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبان پر اوربند سلا شوي

0
د پاکستان د اطلاعلاتو وزیر فواد چودري وايي، حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک پر بشپړ اوربند سلا شوي دي. 


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چودري وویل چې له پاکستاني طالبانو سره د حکومت خبرې د پاکستان د اساسي قانون پر اساس روانې دي. 


ده وویل چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د موقت حکومت په مرسته پیل شوي دي. 


مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو د کورنیو چاروسرپرست وزیر سراج الدین حقاني توانېدلی چې پاکستاني طالبان د پاکستان له حکومت سره خبرو ته کښېنوي. 


تېره میاشت د پاکستان صدراعظم عمران خان د ترکیې ټلوېزیون ته په مرکه کې ویلي و چې حکومت یې د طالبانو له ځینو ډلو سره په خبرو بوخت دی. 


فواد چودري وايي، که د اوربند په ترڅ کې خبرو پرمختګ وکړ، د اوربند موده به وغځول شي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *