Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

په ۱۵ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

0
په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد د واکسین کمپاین پرون دوشنبه په پنځلسو ولایتونو کې پیل شو. 


د روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې په ټولو ولایتونو کې به دغه کمپاین پرون پیل شي، خو د دې وزارت د پولیو د کمپاین یو همغږه کوونکي، نیک ولي شاه مومن پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د واکسیناتورانو لپاره د روزنې پروګرام په پاتې ۱۹ ولایتونو کې نه و بشپړ شوی.


ښاغلي مومن زیاته کړه: "نورو پاتې ولایتونو کې چې تقریباً نولس ولایتونه کېږي، ټرینینګ مکمل شوی نه و، نو نن ورځ د هغو ټرینینګ مکمل شو او یوه اوونۍ وروسته د نوومبر په پنځلسمه د راتلونکې دوشنبې په ورځ په پاتې ولایتونو کې دغه کمپاین پیلیږي." 


د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې په جوماتونو کې مخ ته وړل کېږي، له پنځو کلونو کم عمره نژدې لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین او او هم به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ نژدې نهه میلیونه ماشومانو ته د ویټامین اې تابلیت ورکړل شي.


د چارواکو په وینا په افغانستان کې سږکال د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *