Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس 'اېلن ماسک' د ونډو ارزښت ولوېد

0
د نړۍ د تر ټولو شتمن کس د ونډو ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده. 


وروسته له دې چې اېلن ماسک په ټویټر کې له خلکو نظر وغوښت چې ایا د خپل ټیسلا شرکت د ونډو یوه برخه وپلوري او اکثره خلکو مثبته رایه ورکړه، د ټېسلا د ونډ‌و ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده. 


په وروستیو کې د امریکا د کانګرس ډموکرات غړیو د میلیارډرانو د مالیو یوه طرحه وړاندیز کړه او ښاغلي ماسک پر خپله ټویټرپاڼه له خلکو وغوښتل چې که دوی موافقه وکړي حاضر دی چې د ټېسلا کمپنۍ ۱۰ سلنه ونډه چې ۲۱ میلیارډه ډالره کېږي، وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي. 


د یکشنبې په ورځ د نظر غوښتلو لپاره ټاکل شوې موده پوره شوه. درې نیم میلیونه تنو نظرونه شریک کړل چې د هغو له منځه ۵۸ سلنې له ایلن ماسک څخه غوښتي چې خپلې ونډې وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي. 


ماسک لا د خلکو د نظرونو په وړاندې غبرګون نه و ښکاره کړی چې د ټېسلا ونډو د دوشنبې په ورځ نژدې ۶۴ سلنه، یعنې په هره ونډه کې ۸ ډالره تاوان وکړ. 


'سي. اېن. اېن' ټلوېزیون وايي، د دې معنی دا ده چې ټېسلا په خپلو ونډو کې ۶۰ میلیارډه ډالره تاوان کړی دی. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *