Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

امریکا د کرونا ضد واکسین شوېو سیلانیانو ته خپلې پولې پرانیستې

0
د امریکا متحدو ایالاتونو د دوشنبې له ورځې ټولو هغو بهرنیو سیلانیانو ته چې د کرونا په وړاندې یې بشپړ واکسین کړی وي، خپلې پولې پرانیستې. 


امریکا ته د بهرنیانو د سفر محدودیت په ۲۰۲۰میلادي کال کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ولګول شو او د ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ کې د جوبایډن له لوري تمدید شو. 


اوس د ولسمشر بایډن حکومت اعلان کړی، د ۳۳ هېوادونو هغه بهرنیان چې بشپړ واکسین شوې وي، بې له دې چې قرنطین شي، امریکا ته ورتلای شي. 


د دې نوې مقررې پر اساس، د بشپړ واکسین سند لرونکي، ټېست یا د منفي نتیجې سند ته اړتیا نه لري. 


امریکا دا اعلان په داسې حال کې کړی چې اروپا یو وار بیا د کرونا وبا له یوې نوې څپې سره مخامخ ده او د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې دا سیمه یو وار بیا د کرونا وبا په مرکز بدله شوې ده. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *