Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

اردن: د ایران د ښځینه فوټبالرانو د ګول ساتونکي قضیه دې وڅیړل شي

0
اردن د فوټبال له اسیايي فدارسیون څخه غوښتي چې د ایران د ښځینه لوبغاړو د ګول ساتونکي قضیه وڅېړي. 


د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون ویلي، د اسیا فوټبال فدراسیون باید د ایران د ښځنیه لوبغاړو د ګول ساتونکي د جنسیت په اړه پلټنې وکړي او پایلې یې شریکې کړي.  


د اردن د فوټبال فدراسیون مشر په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې د ایران ښځینه لوبډلې ګول ساتونکی نارینه دی.  


خو د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې روزونکې مریم ایران دوست بیا دغه ادعاوې رد کړي دي. 


د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې د میزان په پنځمه نېټه اردن سره له کوم ګول پرته لوبه مساوي پای ته ورسوله، خو د پینالټۍ په شوټونو کې یې ۴ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او اسیا جام لوبو ته یې چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ترسره کېږي لاره پیدا کړه. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *