Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

0
په کابل کې نن سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.  


د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست رسنیز غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل له کلپونو څخه ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی.  


د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوک وهنې په لوبځای کې د ۶ ورځو لپاره ترسره کېږي. 


نوموړی وايي، د دې لوبو هدف د کابل غوره لوبډلې ته د ښه لوبغاړو انتخابول دي.  


دا سیالي هرکال په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست له خوا ترسره کېږي چې په پای کې ۲۶ غوره لوبغاړي ترې انتخابېږي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *