Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

اروپایي ټولنه او ازبیکستان ترمز کې افغانانو سره د مرستو مرکز جوړوي

0
اروپایي ټولنه او ازبیکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو مرکز په ترمز ښار کې پرانیزي. 


د ازبیکستان د اکي پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ازبیکستان ځانګړیو استازیو توماس نیکلسن  او عصمت الله ایرګاشییف د افغانستان په اړه پرون دوشنبې په بروکسل کې خبرې وکړې.


د خبر له مخې توماس نیکلسن له افغانستانه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د اتباعو په ایستلو کې د ازبیکستان د هڅو ستاینه وکړه او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې یې له دې هېواد سره د همکارۍ د دوام لېوالتیا ښکاره کړه. 


دواړو استازیو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت او په دې هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د دریځ د پیاوړي کېدو په اړه نظریات تبادله کړل. 


ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام یو لوی مرکز به د ازبیکستان په ترمز ښار کې چې د افغانستان پولې ته نژدې پروت دی، پرانیزي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *