Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

نظام‌الدین قیصاري په تهران کې د کډوالو د اسنادو د جعل کولو په تور ونیول شو

0
د ایران د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي جنبش د یوه پخواني قوماندان نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو خبر ورکوي. 


د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د راپور له مخې د دې وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مدیر مهدي محمودي دې اژانس ته ویلي چې قیصاري له غیر قانوني لارې ایران ته ننوتی او په دې هېواد کې یې د افغانستان د کډوالو د هویت د اسنادو په اړه چې هغه جعلي بلل شوي، غیر قانوني اقدامات کړي دي.


د محمودي له قوله ویل شوي چې قیصاري په تهران، کرج او د پلازمېنې په څنډو کې په غیر قانوني توګه د درې دفترونو په پرانیستلو سره د افغان کډوالو په تېره د هغو لپاره چې د استوګنې هېڅ قانوني اسناد یې نه‌درلودل، د هویت جعلي سندونه جوړول او پیسې یې ترې اخیستې.


په دې اړه د تبصرې اخیستو لپاره قیصاري ته نږدې کسان د لاسرسي وړ نه‌و.


قیصاري د افغانستان پخواني حکومت په دوره کې یوه لانجمنه څېره ګڼل کېده چې د قانون خلاف کړنو په تور نیول شوی، له توقیفه بېرته خوشې شوی او د بیا نیولو لپاره‌یې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یو شمېر کسان هم وژل شوي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *