افغانانو سره د روسیې د مرستو لومړی جوپه کابل ته را ورسېده
دا خبره نن د روسیې تاس خبري اژانس راپور کړې ده.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژېرنوف مخکې ویلي و چې هېواد یې افغانستان ته ۳۶ ټنه بشري مرستې استوي.
د هغه په خبره تمه ده د بشري مرستو دوه نورې جوپې هم کابل ته واستول شي چې ټول ټال اندازه یې له سلو ټنو اوړي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا له افغانستان سره د روسیې لومړنۍ بشري مرستې دي.
