Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د افغانستان د فوټبال د ځوانو نجونو د ټیم ۳۰ غړې بریتانیا ته یوړل شوې

0
د مشهورې ماډلې کېم کارداشیان او ځینو نورو په مرسته د افغانستان د فوټبال د ځوانو نجونو د ټیم ۳۰ غړې او د هغوی کورنۍ بریتانیا ته یوړل شوې.


اسوشیټډ پرس اژانس راپور ورکړی چې دا افغان نجونې په اسلام‌اباد کې وې او پنجشنبه سهار بریتانیا ته ورسېدې.


د دوی په انتقال کې کېم کارداشیان، یوه نیویارک مېشتي مذهبي مشر او د بریتانیا یوه فوټبال کلب مرسته کړې ده.


ټول‌ټال ۱۳۰ تنه چې ۳۰ یې فوټبالرانې او ۱۰۰ تنه‌یې د کورنۍ غړي وو نن په یوه الوتکه کې له اسلام‌اباده لندن ته نږدې په سټنډسټډ هوايي ډګر کې کوز شول.


بریتانیا له اول سره دغه هېواد ته د افغان فوټبالرو نجونو په انتقال کې مرسته کړې ده.


له دې مخکې هم د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم غړې پرتګال او اسټرالیا ته انتقال شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *