Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړي استازي کابل ته راغلي

0
د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړي استازي کابل ته راغلي دي.


 


د طالبانو حکومت ویلي چې د جرمني ځانګړي استازي جسپر وېیک او د هالند ځانګړي استازي ایمایل ډي بونت نن نن پنجشنبه (د لړم ۲۷مه) په ارګ کې له ملا عبدالغني برادر سره خبرې کړي.


برادر د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا لومړی مرستیال دی.


ملي ټلوېزیون په دې اړه یو لنډ بیان ورکړی او ویلي یې دي چې طالب چارواکو او د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازیو پر اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې وضعې د ښه والي په تړاو بحث کړی.


د جرمني د ځانګړي استازي جسپر وېک په حواله راغلي چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.


ښاغلي وېک د هغو شپږ سوو میلیونو یورو بشري مرستو یادونه کړې چې څه وخت مخکې یې جرمني له افغانستان سره ژمنه وکړه.


 


د جرمني او هالند ځانګړو استازو وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *