Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

ډیبرا لاینز خبرداری ورکړ چې افغانستان بشري ناورین ته نږدی دی

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز خبرداری ورکړ چې افغانستان بشري ناورین ته نږدی دی. 


لاینز دا خبرې بېګا امنیت شورا ته په وینا کې کړي.  


د خوړو نړیوال پروګرام مخکې ویلي و چې ۹۵ فیصده افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او له ډلې یې نهه میلیونه له لوږې سره مخ دي.  


ډیبرا لاینز تیره شپه امنیت شورا ته په وینا کې ناسم اقتصادي وضعیت د تُندلارۍ د پراخېدو سره تړلی وباله او هم یې د داعش د مخ په زیاتېدونکي ګواښ یادونه وکړه. 


 لاینز زیاته کړه: "لوی منفي بدلون دا دی چې طالبان نه دي توانېدلي د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د پراخېدو مخه ونیسي. داعش یو وخت د کابل په شمول په څو ولایتونو کې وو، مګر اوس دا ډله تقریباً د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حضور لري او ډېر فعاله دي."


ډیبرا لاینز وویل، نړیواله ټولنه باید د افغانانو د مالي ملاتړ لپاره لارې چارې پیداکړي.


نوموړې وویل، پر طالبانو لګول شوېو مالي بندیزونو د افغانستان بانکي سیسټم له کاره غورځولی چې دې چارې د اقتصاد پر ټولو برخو اغېز کړی دی.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *