Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

هنګاو د بشري حقونو سازمان: طالبانو د تصویري هنرونو نړیوال فدراسیون یو غړی نیولی

0
هنګاو (Hengaw) د بشري حقونو سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د تصویري هنرونو نړیوال فدراسیون غړی او د مېډل ایست امېجس (MIDDLE EAST IMAGES) اژانس فوټو ژورنالېست ابراهیم علي‌پور په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.


د دغه فوټو ژورنالېست انځور د مېډل ایست امېجس په انستاګرام هم خپور شوی او ورسره‌یې لیکلي دي چې علي‌پور په کابل کې طالبانو نیولی دی.


هنګاو (Hengaw) د بشري حقونو سازمان لیکلي علي‌پور په کردستان، ایران، انګلستان او هالند کې څو عکاسي نندارتونونه جوړ کړي دي.


ازادي راډیو د طالبانو له ګڼ شمېر ویاندیانو سره په دې اړه اړیکې ونیولې، خو دوی له دې خبرې بې‌خبري وښوده.


تر دې مخکې د یوناما مشرې دیبورا لاینز د چهارشنبې ناوخته د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه.




 


د نومبر په ۱۶مه د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) مشر انتوني بلانګر هم د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.


نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ټولو افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی.


هغه ویلي و چې د طالب وسله‌والو او نورو ډلو له‌خوا د ګواښونو، ځورونو او تاوتریخوالي کچه د وخت په تېرېدو سره لوړه شوې ده.


خو طالبانو ویلي چي د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *