Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

سوډان: لېرې شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده ګمارو

0
راپورونه وايي، سوډان منلې چې لېرې کړای شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده وګماري. 


دا اقدام وروسته تردې کېږي چې د اکتوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې تر کودتا وروسته د څو اوونیو لپاره ناکرارۍ روانې دي.  


د امه ګوند مشر، فضل الله برمه ناصر وویل، د حکومت او پوځ استازو دا هم منلې چې تر کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوال خوشې شي.  


د ناصر په وینا، د موافقې له مخې به پخوانی صدرعظم عبدالله حمدوک د یوه تکنوکرات حکومت مشري کوي او د دې موافقې په اړه به وروسته اعلامیه ورکړل شي.  


تر دې مخکې د فعالانو ډلې د سوډان له پوځ څخه غوښتنه کوله چې له ټولو سیاسي بنسټونو ځانونه لیرې وساتي.  


تر کودتا وروسته حمدوک په کور کې نظر بند و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *