Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

طالبان: پر سي فارم جرمني کمپنۍ د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې

0
د طالبانو حکومت وايي، پر سي فارم C-Pharm  اسټرالیايي کمپنۍ نه بلکې C-Pharm جرمني کمپنۍ باندې د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې. 


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دا سپیناوی نن په خپل ټوېتر وروسته له هغه ورکړ چې سي فارم په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ رد کړه چې دوی دې له طالبانو سره د چرسو د کاروبار کومه موافقه کړې وي.




سعید خوستي زیاته کړې چې سي فارم جرمني کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې یې باسي.


مخکې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تمه ده سي فارم کمپنۍ په شااوخوا شل زره جریبه ځمکه د بنګو بوټي وکري او چمتووالی یې ښوولی چې په دې برخه کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *