Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

0
پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.  


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز تېره ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.  


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده.  


د هند په دغو بشري مرستو کې چې ټاکل شوې د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، غنم او درمل شامل دي.  


د یادونې وړ ده چې د واګې بندر له لارې د هند د بشري مرستو غوښتنه دوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته د طالبانو حکومت د یوه پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خوا مطرح شوه.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *