Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي

0
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په روان میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.  


د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان ۷۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو سږکال دا کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او تر ټولو ډېر صادرات په تېرو درېیو میاشتو کې شوي دي.  


ښاغلي مهمند د سپین بولدک د لارې بندیدو خبره ردوي او وایي چې د سپین بولدک سربېره اوس د تورخم، ډڼډپټان، غلام خان او نورو بندرونو له لارې هم د صادراتو په وړاندې کوم خنډ نشته.  


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان ۱۱،۵۸ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات درلودل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *