د تاجکستان په ګورنو بدخشان کې له مذاکراتو وروسته اعتراضونه پای ته ورسېدل
ځایي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د مذاکرو پر مهال چارواکو د هغو اعتراض کوونکو پر خلاف د جنايي تحقیقاتو د نهکولو ژمنه وکړه چې د دغه کورواکي ولایت په مرکز خاروغ کې یې له تېرې پنجشنبې د دولتي ودانۍ مخې ته اعتراضونه کړي دي.
یوه فعال د نوم نهښوولو په شرط له ازادي راډیو سره دا خبرې کړي، ځکه له رسنیو سرهیې د خبرو اجازه نهدرلوده.
په خاروغ کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې امنیتي ځواکونو یو سړی چې د اختطاف په تور تر تعقیب لاندې و، مرګونی ټپي کړ چې وروستهیې ساه ورکړه.
اعتراض کوونکو تېره پنجشنبه دغه مړی د دغه ښار مرکزي میدان ته یووړ او د دې پېښې په اړهیې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
