Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

قرغزستان کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ حکومت پلوه ګوندونه مخکې شوي

0
د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.


نتایج ښيي چې د حکومت پلوه ګوندونه مخکې دي.


د ۶۰ سلنه رایو له شمېرل کېدو سره د قرغزستان د اتا یورت یا پلار وطن ګوند ۲۷،۷۵ فیصده رایې ګټلې دي.


د ایشینم یا اعتماد ګوند د ۲۱،۳۷ سلنه رایو په اخیستو سره په دوهم ځای کې دی.


د یانتیموک یا ائتلافي ګوند ۱۹،۸۴ سلنه رایې ګټلې دي.


که څه هم کمېسیون د رایو شمېر نه‌دی اعلان کړی، خو د رأی ګیرۍ له پای ته رسېدو دمخه د رایو ورکولو په شرایطو له برابرو کسانو ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې وې.


کارپوهانو تر ټاکنو مخکې د رأی ورکوونکو د بې‌غورۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه، ځکه دا له یوه کال څخه په کمه موده کې څلورم وار ټاکنې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *