د هند اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وژلي دي
د هندي رسنیو د راپور له مخې دا فیلان پرون د مورېګاوو په سیمه کې له ځنګله نه د خوړو په لټه بهر وتلي و چې د یوه ریل سره ولګېدل او ځای پر ځای شول.
د اسام په ځنګلونو کې شااوخوا شپږ زره فیلان اوسي چې په وروستیو کلونو کې د خوړو په لټه هستوګنو او ښاري سیمو ته هم راوځي.
د هند د ځنګلاتو د ساتنې د ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ پورې ۱۱۳ فیلان په طبیعي یا ټرافیکي پېښو کې مړه شوي.
