Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

ملګرو ملتونو د نړۍ ډېرو زیانمنونکو لپاره مرستې غوښتې

0
ملګرو ملتونو د نړۍ له ډېرو زیانمنونکو سره د مرستې لپاره د ۴۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.  


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د راتلونکو اړتیاوو په کلني سند کې چې نن یې خپور کړی ویلي، دا ۴۱ میلیارد ډالره د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه په شااوخوا ۶۳ هېوادونو کې ۱۸۳ میلیونو سختو اړمنو او زیانمنونکو کسانو ته د ژوند ژغورونکو لاسنیویو لپاره اړینې دي.  


ملګري ملتونه معمولاً د خپلو مرستندویه پروګرامونو لپاره د نړۍ له بډایه هېوادونو او تمویلونکو خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.  


د اوچا په خبره افغانستان د اړمنو او زیانمنونکو هېوادونو په سر کې دی ځکه د خلکو اړتیاوې یې په بې سارې کچه مخ په زیاتېدو دي. 


د اوچا ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۶۵ فیصده نفوس جوړوي ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې یې نهه میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.  


د ملګرو ملتونو ادارې او همکارانو یې وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه له خلکو سره د مرستو لپاره څلور نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *