Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د ښځو د ټېنس ټولنې په چین کې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول

0
د ښځو د ټېنس ټولنه وايي چې په چین کې یې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول.


په هغه اعلامیه کې چې د ښځو د ټېنس ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، دغه ټولنه د چین د ټېنس ستوری پنګ شوای له‌خوا د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یوه مخکښ غړي د جنسي ځورونې د تورونو پر وړاندې د بیجنګ د چوپ پاتې کېدو له امله، په چین او هانک کانګ کې خپل ټول ټورنمنټونه ځنډوي.


د چین د ټېنس ستوری اغلې پنګ شوای د نومبر میاشتې په ۲مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې درې کاله وړاندې د کمونېست ګوند یوه مخکښ غړي او د چین د صدراعظم مرستیال له هغې د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه، خو د هغې دغه لیکنه ډېر ژر له ټولنیزو رسنیو لېرې او اغلې شوای د دوو اوونیو لپاره تري تم شوه.


د ښځو د ټېنس ټولنې مشر سټیف سیمون ویلي، هغه نه‌شي کولی په داسې یو حال کې خپل لوبغاړي د ټېنس د ټورنمنټونو لپاره چین ته ولېږي، له همدې امله‌یې ټول ټورنمېټونه وځنډول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *