Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

چین له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د طبي وسایلو مرسته کړې

0
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د چین هېواد له خوا له دغې ټولنې سره د څلور کانټینره طبي وسایلو له مرستې خبر ورکوي.  


د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نور اغاز صاحبزاده نن سې شنبه (د لېندۍ ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، دغو مرسته شوېو توکو کې د اکسری ماشینونه، د ټلوېزیوني معایناتو ماشینونه، د زړه ګراف ماشین، د فشار الې، د جراحي وسایل او د غاښونو جوړولو وسایل شامل دي.  


ښاغلی نور اغا وایي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ادارې سره دا د چین درېیمه جوپه مرسته ده.  


خو نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې له یادو وسایلو به په کومو روغتیايي مرکزونو کې ګټه واخیستل شي؟  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *