Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

0
د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.  


یوې باورې سیمه ییزې سرچینې نن چهارشنبه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ښایسته محمد طوطاخېل په نوم دغه قومي مشر تېره شپه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پُل ساحې ته څېرمه د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.  


د دغه قومي مشر خپلوان وايي چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او د دې قتل انګېزه معلومه نه ده. 


د کندز سیمه ییز چارواکي دغه پېښه تايیدوي او زیاتوي چې اړوندو امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *