Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د سعودي عربستان یوه بنسټ سري میاشتې ته ۱۹۷ ټنه خوراکي توکي لېږلي

0
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا د ۱۹۷ ټنه خوراکي او نورو توکو مرسته ورسره شوې ده.


د دې ادارې ویاند نوراغا صاحب زاده نن چهارشنبه (د مرغومې په ۱ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې مرسته کې وریجې، لوبیا، غوړي او همدا ډول نور توکي لکه کمپلې، خیمې او د اړتیا وړ مواد شامل دي.


ښاغلی صاحبزاده وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا د ملک سلمان بنسټ له خوا لومړنۍ مرسته ده چې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره کېږي.


نوراغا صاحب زاده زیاتوي، د کابل په ګډون به دا مرستې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په بې وزله کسانو ووېشي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *