کرونا ویروس امریکا کې د نفوس وده را ټېټه کړې
د متحدو ایالاتونو د احصایې ادارې پرون سې شنبه(د لېندۍ ۳۰مه) وویل، د کډوالو د شمېر د کمېدو، د اومیندوارۍ د ځنډېدو او په کرونا ویروس د سلګونو زره کسانو د مړینو له کبله د امریکا د نفوس وده د ۲۰۲۰ د جولای او د ۲۰۲۱ کال د جولای ترمنځ د ور تېرو کلونو پرتله ټکنۍ شوې ده.
د دې ادارې پر اساس، په یاده موده کې د امریکا نفوس یوازې ۳ لکه ۹۲ زره ۶۶۵ تنه یعنې یو فیصد زیات شوی چې ورسره د متحدو ایالاتونو نفوس ۳ سوه ۳۱ میلیونه او ۸ لکو ته رسېدلی دی.
