اسټرازنیکا اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه د اومېکرون ضد واکسین جوړوي
دې کمپنۍ په یوه بیان کې، چې پرون سې شنبې یې خپور کړ، ویلي: 'له اکسفورډ سره په ګډه مو د اومېکرون بڼې پرضد د واکسین جوړولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي."
فایزر او بایو این ټیک او همدا راز موډرنا واکسین جوړوونکو شرکتونو هم ویلي چې د کرونا د اومېکرون بڼې لپاره د ځانګړي واکسین پر جوړولو کار کوي.
موډرنا ویلي چې هیله لري، د اومېکرون پرضد د واکسین کلینیکي ازمښت د را روان ۲۰۲۲ په لومړیو کې پیل کړي.
سره له دې چې اومېکرون د کرونا تر نورو بڼو شدیده نه ده خو زیاته او ژر خپرېږي.
