Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د کابل فوټسال الف غوره لیګ د سیالیو په دویمه اوونۍ کې ۴ لوبې وشوې

0
د کابل فوټسال الف غوره لیګ د سیالیو په دوهمه اوونۍ کې نن بیا څلور لوبې وشوې.


په لومړۍ لوبه کې ورزش افغانستان لوبډلې پامیر لوبډلې ته ۸ ـ ۱ ماته ورکړه.


په دوهمه لوبه کې بیا علامه لوبډلې مشعل لوبډلې ته ماته ورکړه، علامه لوبډلې ۸ ګولونه ووهل، خو د مشعل لوبغاړي د ګول په وهلو بریالي نه شول.


په درېیمه لوبه کې جوانان مهین لوبډلې د شهید پناه لوبډلې ته ۸- ۲ ماتې ورکړه او وروستۍ لوبه د سجاد فلز او ستاره ها ترمنځ د دواړو لوبډلو تر منځ ۲ ـ ۲ مساوي پای ته ورسېده.


دغه لوبې هره ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *