Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

عبدالباقي حقاني: طالبان د نجونو د تعلیم مخالف نه دي

0
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د دوی حکومت د نجونو د تعلیم مخالف نه دی، خو په تحصیلي بنسټونو کې د ګډ سیسټم مخالف دی.  


عبدالباقي حقاني نن یکشنبه (د مرغومي ۵مه) ناوخته یوه کنفرانس کې وویل، دوی د نجونو د تعلیم لپاره د یوه خوندي چاپېریال د ایجاد هڅه کوي: "اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف نه دی، خو د مخلوط تعلیم مخالف دی. د غیر اسلامي اخلاقو مخالف دی، د دې لپاره هڅې روانې دي چې یو اسلامي او افغاني ماحول برابر شي او نجونې محصلانې وکړای شي خپل تحصیلات وکړي." 


ښاغلي حقاني هیله وښوده چې ډېر ژر به په دولتي پوهنتونو کې نجونو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.  


د طالبانو له ژمنو سره- سره سل ورځې کېږي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې. 


په دولتي پوهنتونونو کې نجونې له لوړو زده کړو هم راګرځول شوي او اکثریت ښځینه دولتي کارکوونکې پر کورونو کښېنول شوي دي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *