Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

پاکستان: یوه سړي اعتراف کړی چې خپله پخوانۍ مېرمن یې وژلې

0
په پاکستان کې پولیس وايي، یوه سړي اعتراف کړی چې خپله پخوانۍ مېرمن یې وژلې ده. 


د وجیهې سواتۍ په نوم دغه پاکستاني الاصله ښځه چې د امریکا د متحدو ایالاتونو تابعیت یې هم درلود، د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې پاکستان ته تر رسېدو ورکه شوه.  


هغې غوښتل له خپل مېړه، رضوان حبیب سره د جایدادونو پر سر ولاړه شوې لانجه حل کړي. 


په راولپنډۍ کې د پولیسو یوه مشر ساجد کیاني نن یوه کنفرانس ته وویل، حبیب چې تېره اوونۍ د قتل په شک ونیول شو، اعتراف کړی چې خپله مېرمن یې راولپنډۍ ته له رسېدو سره سمه وژلې ده. 


څېړونکو ویلي چې د دوی په باور مېرمن سواتۍ ښايي د جایداد پر سر د لانجې له کبله وژل شوې وي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *