Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د کرسمس جشن؛ د 'اومېکرون' له امله نړۍ کې زرګونه الوتنې لغوه یا ځنډېدلي

0
د نړۍ په کچه د زرګونه الوتنو د لغوه کېدو او یا هم ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د کرونا د نوې بڼې 'اومېکرون' په زیاتېدو، ګڼ شمېر پيلوټان او د الوتکې عمله قرنطین شوي دي.


د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، په ټوله نړۍ کې ۲۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ۷۸۴۵ نورې ځنډیدلي دي.


د دې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې پرون په دوهمه پرله پسې ورځ یوازې د امریکا د هوایي کرښو ۹۷۳ الوتنې لغوه شوې چې دا د وړمې ورځې پرتله د لغوه شویو پروازونو په شمېر کې ۴۱ فیصده زیاتوالی ښيي.


د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، امریکا کې شااوخوا ۲۰۰۰ الوتنې ځنډیدلي هم دي.


په هرو لسو هوایي ډګرونو کې چې د الوتنو د لغوه کېدو له کبله ډېر متاثره شوي، ۶ هغه یې د چین هوایي ډګرونه دي.


متحده ایالاتونو کې د هوایي کرښو یوې ویاندې ماډي کینګ ( Maddie King ) ویلي، د کرونا نوې پېښې تر ډېره د ویروس له نوې بڼې اومېکرون سره تړاو لري چې په مستقیم ډول یې د الوتکو پر لغوه کېدو اغېز کړی دی.




په جرمني کې هم د پیلوټانو او د الوتکو د عملې د قرنطین کېدو له کبله د راتلونکو دوو اونیو په مخه لسګونه الوتنې لغوه شوي دي.


د الوتنو لغوه کېدو هغه کسان ناهیلي کړي چې غوښتل یې د کرسمس د جشن پرمهال د کورنیو او خپل خپلوانو لیدو ته ورشي.


له دې وړاندې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي، هغه کسان سفر کولای شي چې د کرونا بشپړ واکسین یې کړی وي.


پرون د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د کرسمس په وینا کې هیله وښوده چې د کرونا واکسین بې وزله هېوادونو ته هم ورسیږي.


د اومېکرون د پېښو له زیاتېدو سره سره بیا په ځینو اروپایي هېوادونو کې د کرونا محدودیتونه کم شوي دي.


په بریتانیا کې دوهمې ملکې الیزابت له خلکو غوښتي چې د کرونا له اندېښنو سره-سره باید له ملګرو او کورنیو سره جشن ونمانځي.


په چک جمهوریت کې هم تېره شپه ۱۲ بجې د یوې میاشتې بیړنی حالت پای ته ورسېد.


دغلته اوس رسټورانونه او بارونه کولای شي چې د شپې له لسو بجو وروسته هم فعالیت وکړي، خو په ټولنیزو او کلتوري مراسمو کې د ګډون په اړه د حکومت له خوا ځینې نوي اقدامات اعلان شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *