پوتین له خپل ترکي سیال سره د اړيکو پر پياوړتيا غږېدلی
کرملېن پرون خبر ورکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ترکي سیال رجب طیب اردوغان ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.
کرملېن په یوه بیان کې ویلي چې مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې او د اړیکو په ښهوالي یې ټينګار وکړ.
ویل کېږي چې پوتین او اردوغان د روسیې د امنیت د تضمین لپاره د شویو وړاندیزونو، د جنوبي قفقاز د وضعیت او د سوریې او لیبیا د کړکېچ د حل لپاره د هڅو په اړه هم خبرې وکړې.
ترکيه وايي، دغه ټيلیفوني خبرې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه کېدو پر سر متمرکزې وې.
