Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

بایډن خپل اوکرایني سیال ته: که روسیې پر تاسو تهاجم وکړ، قاطع ځواب به ورکړو

0
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي ته وویل، که روسیه پر اوکراین نور تهاجم وکړي، واشنګټن او متحدان به‌یې قاطع ځواب ورکړي.


سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر بایډن تېره شپه له زلنسکي سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره د امریکا پر ژمنه ټینګار وکړ.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، دواړو مشرانو د هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړ چې راروانه اوونۍ د ناټو او روسیې د شورا او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې پیلېږي.


دا په تېرو درېیو اوونیو کې دوهم وار دی چې د امریکا او اوکراین ولسمشران ټيلیفوني خبرې کوي.


د اوکراین پر پوله د سلګونو زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو ناټو اندېښمنه کړې ده.


په کیف کې چارواکو اندېښنه ښوولې چې روسیه ممکن په راروانو اوونیو کې پر اوکراین حمله وکړي، خو روسیه دغه تور ردوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *