Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د هرات چارواکي: دې ولایت کې ۲۵۰ مېرمنې وړې تولیدي کارخونې لري

0
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هرات کې ۲۵۰ مېرمنې وړې تولیدي کارخونې لري چې په هرې کارخونې کې له ۱۵ تر ۲۰ مېرمنې کار کوي.  


د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو د هرات ولایت د سوداګرو ښځو په فعالیتونو ډېر تاثیر نه دی کړی او هغوی د تېر جمهوري حکومت په څېر خپلو فعالېتونو ته دوام ورکوي.   


د نوموړي په خبره دا مېرمنې د لاسي صنایع، د ورېښمو د تولید، د زعفرانو د کښت، د خوراکي توکو د تولید او په نورو برخو کې کار کوي چې تولیدات یې په هېواد او له هېواده بهر بازار لري. 


ښاغلی غوثي وايي، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې د پخوا په څېر د دوی تولیدات په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي.  


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *