Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

صربیا کې يوې نړیوالې کمپنۍ ته د لیتیم کان د استخراج سپارلو ضد لاریونونه

0
د صربیا په څو ښارونو کې معترضانو پرون یوې نړیوالې کمپنۍ ته د دې هېواد د لیتیم د یوه کان د استخراج د چارو د سپارلو د پلان پر ضد مظاهره وکړه.


دا له څو اونیو راهیسې د پیل شویو هغو اعتراضونو دوام دی چې موخه یې له دې پلانه لاس اخیستلو ته د حکومت اړ اېستل دي.


مظاهرې ماسپښېن مهال پیل شوې او یو ساعت یې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې معترضانو د پلازمېنې بلګراد او نووي ساد ښار اصلي لویې لارې بندې کړې.


همداراز په پیساک ښار کې هم شااوخوا ۱۰۰ کسان راټول شول، د ښار اصلي سړک یې بند کړ.


د راپورونو له مخې په څو نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم ورته مظاهرې وشوې.


دا په داسې حال کې ده چې ریو تینتو کمپنۍ چې مرکز یې په لندن کې دی او په نړۍ کې د فلزاتو او کانونو د استخراج په چاره کې دوهم ځای لري د صربیا په لویدیځ کې د لیتیم د یوه کان د استخراج په برخه کې څېړنې پیل کړې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *