Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې د ځنګلونو ۵۰۰ هکتاره سیمه رغول کېږي

0
د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ځنګلونو پنځه سوه هکتاره سیمه رغول کېږي.  


د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا ولایت د سیدکرم په ولسوالۍ کې د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لوري د ځنګلونو ۵۰۰ هکتاره له منځه تللې سیمه بېرته رغول کېږي.  


دغه خبرپاڼه چې د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوې، په کې ویل شوي چې یاده سیمه به د ځڼغوزيو, چهار مغزو او بادامو نيالکيو په ایښودلو سره بېرته ورغول شي.  


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې زیات شمېر اوسېدونکو ته لنډ مهاله د کار زمینه هم برابره شي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *